د سوريي حکومت د بشرالاسد د واک د پریښودو خبره رد کړه

د سورېې دولتي خبري اژانس سنا وايي، دا هېواد د عربي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غوښتنه چې ولسمشر بشار الاسد دې واک خپل مرستیال ته وسپاري ردوي او دا د سوريي پر ضد د روانې دسیسې یوه برخه ګڼي.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره ورځ په قاهره کې په خپله غونډه کې د سوريي پر حکومت غږ وکړ چې په دغه هېواد کې د روان تاوتریخوالي د بندولو په خاطر دې ولسمشر له واکه ګوښه شي او د اوسني رژیم پر ځای دې واک د ملي یووالي حکومت ته وسپاري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر حمد بن جاسم په دې اړه وویل:

(د عربي ټولنې په دې نوښت کې په سوله ائیزه توګه د رژیم د ګوښه کیدو خبره شوې ده.

د واک په سپارلو سره دې انتخاباتو او د یوې شفافې پروسې لپاره لاره اواره شي.)

خو رویترز خبري اژانس د سوريي د مقاماتو په حواله وايي، چې د عرب لیګ دا پیشنهاد د دې هېواد له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او په کورنیو چارو کې يې مداخله ده.

د سوريي د حکومت په عکس العمل کې په دې هېواد کې د عرب لیګ د څارونکي ماموریت د تمدید موضوع ته اشاره نه ده شوې.

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې سعودي عربستان اعلان وکړ، چې له سورېې څخه خپل څارونکي وباسي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل وویل، د سوريي رژیم په هېواد کې د رواني شخړې د حل لپاره د عربي ټولنې هیڅ پیشنهاد عملي کړی نه دی او همدې ته په کتنه سعودي خپل څارونکي له سورې څخه وباسي.

بل لورته د برتانې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ نن وویل، هېواد يې په سوريه کې د شخړې د حل لپاره د عربي ټولنې له نوښت څخه ملاتړ کوي.

نوموړې وویل:

(د دې تر څنګ چې د عربي ټولنې له وروستۍ پریکړې او په دې برخه کې ددې ټولنې له اقداماتو ملاتړ کوو، هیله مند یو چې پر سورېې باندې به د لا نورو بندیزونو په باب هم موافقې ته ورسیږو.)

د ملګرو ملتونو د تخمین پر اساس په سوریه کې د تیر مارچ میاشت راهیسې پینځه زره کسان په تاوتریخوالي او د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

خو د سوريي حکومت وايي تروریستي ډلو پر وړاندې چې له بهر څخه ورسره مرسته کیږي جګړه کوي.

د سوريي د مقاماتو په وینا تر اوسه پورې ددې هیواد شاوخوا ۲زره سرتیري او پولیس د وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.