د ازادۍ راډیو خبریال وایي، د لومړي مرستیال څوکۍ ته ظاهر قدیر او نادرخان کټوازي او د دویم مرستیال څوکۍ ته جعفر مهروي، احمد بهزاد او حاجي محمد عبدو ولاړ دي.
همدا راز د لومړي منشي څوکې ته عبدالستار خواصي او ظهیر سادات او د دویم منشي څوکۍ ته قیس حسن او فرها عظیمي ځانونه کاندید کړي.
په لومړي سر کې دغو څوکیو ته د کاندیدانو شمېر زیات وو، خو وروسته یو د بل په ګټه تیر شول.
د منشي پوست ته کاندیدې وږمې صافۍ وویل، دا ځکه له کاندیدیدو لاس په سر شوه چې تیره شپه ورته د ځینو کسانو له خوا ګواښونه شوي وو.
له ریس پرته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې پاته اداري پلاوی هر کال نوی ټاکل کیږي.