نورستان:د زیاتې واورې له امله له ۷ولسوالیو لارې تړل شوي

د نورستان چارواکي وایي، چې د زیاتې واورې وریدو له امله د دغه ولایت د اوو ولسوالیو لارې له مرکز او ګاونډي ولایت کونړ سره تړل شوې دي.

د نورستان د ولایتي شورا مرستیال امیر حمزه ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نورستان اوسیدونکي د خوراکي او سون موادو له کمښت سره مخ دي چې تر اوسه ورته د بیړنیو حالاتو د کمېټې له خوا هیڅ مرسته نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د بیړنیو حالاتو کمېټې ویلي وو، چې په نورستان کې یې د واورې وریدو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی.

دغې کمېټې تیره اونۍ په کامدیش ولسوالۍ کې له یو نیم سل کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرسته وکړه.