"په قطر کې دې طالبانو ته سمدستي دفتر پرانیستل شي"

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی مارک ګروسمن وایي، له طالبانو سره د خبرو د بهیر د ګړندي کیدو لپاره دې ته اړتیا ده چې هرڅومره ژر په قطر کې د هغوي دفتر پرانیستل شي:

(اوس باید هڅه وشي، چې افغان طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شي څو دې ته زمینه برابره شي چې د سولې په هدف افغانان په خپلو کې خبرې وکړي.)

ګروسمن چې کابل ته په دوه ورځني سفر کې یي له افغان ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره سلاو مشورې کړي پرون په بهرنیو چارو وزارت کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه راز وویل، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو لپاره په لومړي ګام کې باید د افغانستان او قطر حکومتو ترمنځ تماسونه ټینګ شي څو هر څومره ژر چې کیدای شي دغه دفتر پرانیستل شي.

خو هغه د طالبانو د دفتر د پرانیستلو لپاره د ځینو شرایطو یادونه هم وکړه او ویي ویل:

(په قطر کې د یوه دفتر د پرانیستلو لپاره موږ دی ته اړتیا لرو چې افغان طالبان په ډاګه اعلان کړي، چې دوي نړېوال تروریزم غندي او په افغانستان کې د جنګ جګړو د پای ته رسیدو لپاره د سولې ملاتړ کوي.)

طالبانو څه موده مخکې دا په ډاګه کړې وه، چې له امریکا سره یي ابتدایي خبرې ترسره کړي او غواړي چې په قطر کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي.

طالبانو همدا راز له امریکا له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو یو شمېر بنیدیانو د خوشې کېدو او قطر ته د هغوي د استولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی ګروسمن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بنیدیانو د خوشې کېدو او قطر ته د هغوي د استولو په اړه پریکړه شوې او امریکا د دوي کوم کسان خوشې کوي او په بدل کې یي له طالبانو څه توقع لري، له جزیات ورکولو ډډه وکړه، خو دومره یي وویل، چې تر اوسه په دی اړه پریکړه نه ده شوې او د دې کار د عملي کېدو لپاره باید ځیني کارونه ترسره شي:

(موږ تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې، دا تاسو هر یوه ته د حیرانیتا خبره نه ده چې دا مسله ترهرڅه مخکې د امریکا په قانون پورې تړلې ده، چې باید له هغه سره سر وخوري او پردې مسلې باید له کانګرس سره هم مشوره وشي او منظوري یي ترلاسه شي، ډير مسایل شته چې باید کار پرې وشي.)

د افغانستان بهرنیو چارود وزارت سیاسي معین جاوید لودین چې له ګروسمن سره یي په دې خبري کنفرانس کې حضور درلود، له ګوانتیامو څخه د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه وویل، که امریکا وغواړي چې طالب بندیان خوشې کړي او قطر ته یي واستوي، افغان حکومت د دې اقدام ملاتړ کوي.

ویل کیږي، طالبانو له امریکا سره د خبرو لپاره د ګوانتینامو له زندان څخه د خپلو پنځو مشرانو د خوشې کولو شرایط وړاندې کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی مارک ګروسمن وویل، چې د سیمي یو شمېر هېوادونو ته په سفر کې ورته دا په ډاګه شوې چې ټول په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګیدو ملاتړ کوي، خو زیاته یي کړه چې د سولی خبرې باید د افغانانو په مشري ترسره شي او دی هدف ته په رسیدو کې امریکا او د سیمي هېوادونه کولای شي له افغانانو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، لکه څنګه چې افغان مشرانو پرې تاکید کړی د سولې بهیر باید پراخ وي او په هغه کې د جګړې ټولې خواوې شاملې وي.

ګروسمن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د حقاني شبکه هم په دغو خبرو کې شامله ده او امریکا له دې شبکې سره خبرې کړي او که نه وویل، امریکا له دې شبکې سره یوځل خبری کړي دي:

(لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلینتن مخکې ویلی و، امریکا له حقانی شبکې سره یوځل خبرې کړي خو لکه څنګه چې افغانانو ویلي زه هم په دې باور یم دا یوه پراخه پروسه ده، وبه ګورو چې دا خبرې څه نتیجه ورکوي.)

خو ګروسمن داونه ویل چې له حقانی شبکې سره خبری څه وخت او چیری ترسره شوی دی.

د افغانستان حکومت هم په دی وروستیو کې له یوی بلی مخالفی ډلی د
د ګلبدین حکمت یار په مشری اسلامی ګوند سره خبری چټکې کړی دی.