فرانسه: له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو

افغان چارواکو د ولسمشر کرزي او د فرانسې د دفاع وزیر ترمنځ شوې خبرې رغنده وبللې او ډاډ یي څرګند کړ، چې په کاپیسا کې د فرانسوي سرتیرو د وژنې پیښه به د دواړو هېوادونو پراخیدونکې اړیکې زیانمنې نه کړي.

دا څلور فرانسوي سرتیري د جمعې په ورځ د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو سرتیري له خوا ووژلې شول.

د فرانسې د دفاع وزیر ژیراد لانګیو، چې له دې پیښې وروسته افغانستان ته په یو سفر راوتلې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی په همدې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د فرانسې د دفاع وزیر ډاډ ورکړې، چې له ۲۰۱۴ میلاي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

(د فرانسې د دفاع وزیر یو ځلي بیا تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې او له هغې وروسته له افغانستان سره د همکاریو په ژمنې ټینګار وکړ. دا هم افغان دولت او هم د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه خبر دې.)

تر دې مخکې فرانسوي مشرانو د ملي اردو د سرتیري له خوا د فرانسوي سرتیرو وژنه د نه منلو وړبللې وه او ګواښ یی کړې وو، که امنیتي شرایط سم نشي، نو له وخت نه مخکې به له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو ایستل مطرح شي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې، چې ټاکل شوې په راتلونکې اونۍ کې دواړه هېوادونه په خپله کې د ستراتیژیکو اړیکو سند هم لاسلیک کړي.

له ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د فرانسې د دفاع وزیر هیله څرګنده کړه، چې د ستراتیژیکو اړیکو دا سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

ښاغلي موسی زي وویل، چې په دې خبرو کې افغان لوري دا ډاډ هم ورکړ، چې په فرانسوي سرتیرو د شوې حملې او له دې مخکې په رامنځ ته شوېو دا ډول پیښو به پراخ تحقیقات وشي:

(افغان ولسمشر د دې پیښې په اړه د یوې پراخې څیړنې په اړتیا ټینګار وکړ، دا ځکه، چې دا لومړې ځل ندې، چې دا ډول پیښه رامنځ ته کیږي.

په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا ددې پیښې د مسؤلیت د منلو وروسته ددې تحقیقاتو اړتیا احساسیږي، چې باید ترسره شي.)

دا لومړې ځل ندې، چې په افغانستان کې فرانسوي سرتیري د ملي اردو د یو سرتیري لخوا په نښه کیږي بلکې تر دې مخکې هم د هیواد په جنوب او ځینو نورو سیمو کې داسې پیښې لیدل شوي.

که څه هم کتونکي دداسې پیښو یو اساسي علت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ بولي، خو ددفاع وزارت چارواکي بیا دا مسئله ردوي او وایی، چې تر ډیره رواني ناروغۍ د داسې پیښو سبب ګرځي.

فرانسه اوس مهال په افغانستان کې څه باندې دری نیم زره سرتیري لري، چې د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کوي او له ۲۰۰۱ میلادي کال را پدې خوا ددغه هیواد اتیا سرتیري له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوي.