په بحرین کې یو ځل بیا تاوتریخوالي راپاریدلی

په بحرین کې یو ځل بیا د حکومت ضد مظاهره کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي راپاریدلی دی.

راپورونه وايي، د پایتخت منامه شمال ته په محراق سیمه کې د جنازې د مراسمو پر مهال د مظاهره چیانو او امینتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب شوی دی.

مظاهره کونکي وايي ددوی یو ملګرۍ د پولیسو په بند کې مړ شوی خو پولیس بیا دا ردوي.

په وروستي تاوتریخوالي کې ګڼشمیر مظاهره کونکي ژوبل شوي او یو شمیر موترو ته هم زیان اوښتی دی.