د ملګرو ملتونو د احصايي له مخې په ۲۰۱۱میلادي کال کې شاوخوا دیرش زره افغانانو په بهر نړۍ کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.
د جرمونو او نشي موادو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې په خپل راپور کې ویلي، دا شمیره د ۲۰۱۰میلادي کال په مقایسه پینځه ویشت په سلو کې زیاته ده .
دغې ادارې ویلي، افغانان اندیښنه لري چې د هېواد حالات يې شاید په نزدې وخت کې سم نشي او همدې ته په کتنې سره د قاچاق وړونکو په واسطه غواړي بهر نړۍ په خاصه توګه اروپا ته اووځي.
د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې قاچاق وړونکي لندن او سویډن ته د هر افغان د رسولو لپاره تر ۲۵ زرو پورې ډالر غواړي.
د نشي موادو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د انسانانو د قاچاق شبکه په کلني ډول له افغانستان او پاکستان څخه د خلکو د رایستلو له لارې یو میلیارد ډالر لاسته راوړي.