حامدکرزی: له اسلامي حزب سره به د سولې خبرې دوام وکړي

ولسمشر حامد کرزي هیله ښولې، چې په افغانستان کې به د سولې د هڅو په لړ کې له حزب اسلامي ډلې سره هم خبرې دوام وکړي.

ولسمشر کرزی وايي، د حزب اسلامي ګوند یو پلاوی چې په وروستیو کې کابل ته راغلی و، له ده او د ده د لومړي مرستیال په ګډون له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره هم خبرې کړي.

نوموړی وايي، چې دا خبرې په دوستانه ډول شوي دي.

ښاغلي کرزي نن د ملي شورا د دوهم کال د تقنیني دورې د پیل غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار وکړ.