ډنمارکي چارواکي وايي، تر 2014 کال وروسته به هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د ډنمارک صدراعظمي هیلي تورنګ سمیټ دغه خبرې پرون په هلمند ولایت کې وکړې او ویې ویل، چې تر دې وروسته به یې د مرستو ډیر تمرکز د افغان دولت د ملکي چارو پر غښتلي کولو وي.
هیلي سمیټ په یوه نه اعلان شوي سفر هلمند ته راغلې، چې له خپلو پوځیانو سره یې لیدلي او په دې ولایت کې یې د امنیت سپارلو د بهیر د دوهم پړاو عملي کېدل ښه بللي.
ډنمارک په هلمند کې 750 تنه پوځیان لري، چې په ګرشک ولسوالۍ کې مېشت دي.