تمه ده چې نن ګروسمن کابل ته راشي

تمه ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی نن کابل ته راشي.

مارک ګروسمن به د دې سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره وویني او له هغوي سره به په افغانستان کې د سولې پر هلو ځلو وغږیږي.

په کابل کې حکومتي چارواکي له طالبانو سره د امریکا د خبرو په اړه وضاحت غواړي.

رپوټونه څرګندوي، چې له نژدې لسو میاشتو راهیسې امریکایي مسوولانو له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې دي.

ګروسمن د دې سفر په ترڅ کې چې لږ تر لږه به یوه اونۍ دوام وکړي د قطر په ګډون د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو ته هم سفر کوی.

په قطر کې د طالبانو لپاره سیاسيۍ دفتر پرانیستل شوی دی.