فرانسه له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وختي ایستلو پر مسلې غور کوي

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سارکوزي وایي، په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو د قتل له امله یي د افغان ځواکونو د روزنې ټول پروګرامونه او ګډ پوځي عملیات بند کړي دي.

یوه افغان عسکرو د جمعې په ورځ په تګاب کې څلور فرانسوي عسکر ووژل.

سارکوزي وویل، دا هیڅ د منلو نه ده چې افغان عسکر دې په فرانسوي پوځیانو ډزې وکړې.

ده دغه رازو وویل، فرانسه ممکن له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وختي ایستلو پر مسلې غور وکړې:

“موږ د افغانستان د خلکو دوستان یو، موږ د افغانانو ملګري یو، خو دا نشم منلای چې افغان عسکر دې په فرانسوي پوځیانو ډزې وکړې.

که چیرې امنیتي شرایط په څرګند ډول ښه نشي نو له افغانستان څخه د فرانسوي عسکرو د وختي ایستلو پوښتنه ممکن راپورته شي”.

فرانسه وایي، د تګاب په دې حملې کې ۱۵ فرانسوي عسکر ټپیان شوي دي.

جمهور رئیس حامد کرزي د دغې پیښې له وجې د قرباینانو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغامونه استولې دې.

فرانسه په افغانستان کې د ناتو تر مشرۍ لاندې ایساف ځواک کې ۳۶۰۰ عسکر لري او له ۲۰۰۱ کال راهیسي تر اوسه د دوي له اتیاو زیات پوځيان په افغانستان کي وژل شوي دي.

د ناتو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسن وایي، دا ډول غمجنې پیښې استثنایي پیښې دې.