قزاقستان کې نوی ټاکل شوی پارلمان خپله لومړنۍ غونډه وکړه

د قزاقستان نوي انتخاب شوي پارلمان نن خپله لومړنۍ غونډه وکړه او د لومړي ځل لپاره د دریو ګوندونو وکیلانو په یوه غونډه کې لوړه وکړه.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، چې د ګڼ ګوندیز پارلمان انتخاب د شوروي اتحاد له سقوط په وروسته دوره کې د یوه نوي پړاو د پیل زېری دی.

د یکشنبې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې د نظربایف نوراوتان ګوند د ولسي جرګې یا مجلس له ۱۰۷ څوکیو څخه درې اتیا خپلې کړې.

پاتې څوکۍ دوو نورو ګوندونو چې د حکومت پلوي ګڼل کېږي او کمونیست ګوند خپلې کړې دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په مشرۍ د نړیوالو څارونکو ډلې وویل چې دا انتخابات له نړیوالو معیارونو سره سم نه وو.