د پاکستان سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی، چې وسله والو کسانو په ملتان ښار کې دوه لویدیځ اتباع تښتولي دي.
د ملتان د پولیسو قوماندان امیرذوالفقارخان وايي، دا دوه لویدیځوال هغه مهال وتښتول شول چې مخ پټو وسله والو پرون ماښام د دوی پر استوګنځي حمله وکړه.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې یو تښتول شوی ایټالوی دی او ګومان کېږي چې دوهم کس به جرمنی وي.
د تښتول شوېو کسانو په اړه ویل شوي چې دوي د هغې غیر دولتي ټولنې بهرني کارکوونکي وو، چې د ۲۰۱۰ کال له سېلاب ځپلو سره یې مرستې کولې.
د دې تښتونو مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی. ملتان چې د پلازمېنې اسلام آباد د جنوب لویدیځ په څلورسوه کیلومترۍ واټن کې موقعیت لري، د پنجاب ایالت تر ټولو ستر ښار دی.