د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر وايي له متحده ايالاتو سره د دې هېواد اړيکي لا هم په ځنډېدلي حالت کې دي.
نوموړې تيره ورځ وويل د دغو اړيکو د بيا عالي کولو لپاره د غور پروسه لا نه ده بشپړه شوې او همدې ته په کتنه اسلام اباد نه شي کولاي په اوس وخت کې له واشنګتن سره عالي روابط ولري.
د پاکستان او امريکا اړيکي چې په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته کړکيچنې شوې وې، د تيرې نومبر مياشت پيښې چې ناټو په مومندو اجنسۍ کې ۲۴ پاکستاني سرتيري ووژل، لا پسې خړې پړې کړې.