بولينګ څنګه لوبه ده؟ - د سلواغې لومړۍ

په کلیو کې چې کله د چا په ښادۍ کې ځوانان ډزې کوي، نو ماشومان یې د کارتوسو نړې راټولوي، دوه ملګري يې د څو کتارونو په بڼه ږدي او بیا له يو څه لرې فاصلې پرې د یوې غټې نړې وار کوي، هر چا چې هر څو وغورځولې هغه یې ګټلي دي.

همدې ته يوه ورته لوبه بولينګ نوميږي، چې افغانستان ته تازه راغلې بولينګ د هغې لوبې نوم دی، چې له کاربن او کلک پلاستيک(مسلې) څخه د يوه جوړ شوي ځانګړي توپ چې له ۶ تر ۱۵ کیلو پورې وزن او درې سوري هم لري او بوتلونو ته ورته له لرګي جوړو شويو پينونو په مرسته ترسره کيږي.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې - د سلواغې لومړۍ




تاندې څانګې خپرونه نورګل شفق جوړوي، چې د هرې شنبې او دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو څخه خپريږي.