ناټو په کندهار کې د طالبانو یو ځايي قومندان نیولی

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي، چې نن یې د کندهار ولایت په بنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو ځايي قومندان له څو تنو نورو مشکوکو کسانو سره ونیوه.

ایساف ځواکونو په دې اړه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې نیول شوي کس د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ضد په بمي چاودنو او مخامخ نښتو کې لاس درلود.

په اعلامیې کې د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.