یوه روسي بېړۍ د السکا په کنګل کې بنده پاتې ده

د روسيې د يوې کښتۍ عمله د امريکا د السکا په يوه ليرې ښار کې په کنګل کې بنده باتې ده. دغه بيړۍ نفت انتقالوي.

کښتۍ ته د مرستې لپاره يو روسي ټانک د امريکايي کښتۍ په مرسته چې کنګلونه ماتووي د السکا دنوم ښار ته رسيدلي دي.

د تيلو انتقال بايد د نومبر په مياشت کې تر سره شوې وای، اما دسخت طوفان او کنګلونو له کبله د تيلو انتقال ناکامه شو. د اوسنيو هلو ځلو په نتيجه کې ښايي، چې د دغه ښار ۳۵۰۰ اوسيدونکو ته ۵ ميلويونه ليټره تيل ورورسيږي.

د امريکا د ساحلي مقاماتو په وينا دا لومړي ځل دي، چې بحري قواوې دغې سيمې ته تيل رسوي ځکه چې سيمه د سختو کنګلونو له امله بنده شوې ده.