ګیلاني: د پنجشنبې په ورځ به محکمې ته حاضر شم

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي، چې د سترې محکمې غوشتنې ته احترام لري او د پنجشنبې په ورځ به محکمې ته حاضر شي.

هغه پرون د سترې محکمې د حکم د سرغړونې په تور محکمې ته احضار شو.

سترې محکمې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ګرم وګاڼه چې پر جمهور رییس باندې د اداري فساد د تورونو په اړه د تحقیقاتو په تر سره کولو کې پاتې راغلی دی.

د ستري محکمي د دغې فیصلې په نتیجه کې کیدای شي، چې یوسف رضا ګیلاني محاکمه شي او له کاره ګوښه سي.

ښاغلي رضا ګیلاني ویلی دي، دی چمتو دی چې محکمي ته حاضر شي.
کټ

“موږ هرکله د محاکموته احترام کړی دی. ستري محکمې زه احضار کړی یم. د محکمې د احترام په خاطر انشا‌ءالله د پنجشنبې په ورځ به محکمې ته حاضر شم.”

وروسته له هغه چې پارلمان د اساسي قانون او ډیموکراسۍ د ملاتړ پریکړه لیک تصویب کړ، صدراعظم تعهد وکړ، چې دغه احکام به مراعاتوي.

د پاکستان ستره محکمه غواړي، چې پر جمهور رییس باندي د لګولو شویو اداري فساد د تورنو په اړه، چې په نویمه لسیزه پورې اړه لري له سره تحقیقالت پیل کړي.