بدخشان ولایت چارواکو تایید کړې، چې په سیمه کې د وروستیو واورو په اوریدو او برف کوچونو کې شاوخوا څوارلس تنه ایسار شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې د ځایي اوسیدونکو په ملتیا هڅې تیزې شوي، چې په واورو او برف کوچونو کې ایسار خلک وژغورل ش:
″د راغستان او کوهستان په ولسوالیو کې پنځه پنځه تنه، په یفتل ولسوالۍ کې درې تنه او د یوان په ولسوالۍ کې یوتن تلف لرو، ټول څوارلس تنه شهیدان شوي دي، سربیره پردې د اشکاشم ولسوالۍ د زیچ په کلي کې اویا کورونه تر واورو لاندې شوي دي، چې د ژغورنې عملې وررسیدلي دي.″
د سیمې ځیني اوسیدونکي بیا پر دولتی مسوولینو انتقاد کوي، چې په پیښه کې یې د ژغورنې لازمې هڅې نه دی کړی.
د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ اوسیدونکي ″حبیب رضاپور″ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نهه تنه چې په برف کوچونو ایسارو، ژغورلو ته یې یوازې د سیمې اوسیدونکو هڅی پیل کړي، نه دولتي مسوولینو.
دی وایي، څه باندې څلرویشت ساعته کېږي، چې دغه کسان واورو لاندې کړي.
″پرون یوولس تنه چې د سردشت په سیمه کې یې کارکاوه، له کاره وروسته چې کورونو ته روان وو، په برف کوچ کې ایسار شول له دوی څخه چې یوتن ځان ژغورلی د کلي خلکو ته یې د پیښې خبر ورکړی دی، دا خلک د واورو لاندې دې او تراوسه ژغورنې ته اقدام نه دی شوی.″
له سیمې څخه خبرونه وایي، چې تراوسه د راغستان په ولسوالۍ کې کابو دوه متره واوره اوریدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي، چې د خلکو د ژغورنې لپاره یې د واورو د ښویېدو په دوه سوه شپیته خطرناکو سیمو کې، د ژغورنې وسایل او وسایط تیارکړي دي.