د فراه چارواکي وایي، چې د عبدالمالک په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوه شل کسیزه ډله نن د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
په فراه کې د سولې دعالي شورا د ادارې مشر امیر محمد ایوبي ازادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو له څلورو کلونو راهیسې په خاک سفید ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې تخریبي فعالیتونه کول.
نوموړي وویل، دغه کسان د ملي امنیت د ادارې له خوا سولې ته هڅول شوي، چې خپله وسله یې هم دوی ته سپارلې.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.