یوه ایراني فلم د نړۍ د دویم ستر فسټیوال لومړۍ جایزه وګټله

د بیلتانه په نامه ایراني فلم په لاس انجلس کې د ″ګولډن ګلوب″ د فلمونو د نهه شپیتم فسټیوال د ترټولو ښه بهرني فلم جایزه وګټله.

د دی فلم سناریو لیکونکي او ډایرکټر اصغر فرهادي وویل، دا فلم د نادر او سیمین په نامه د یوې ایرانۍ جوړې کیسه بیانوي، چې له ایرانه په وتلو کې له سخت انتخاب سره مخ دي.

له اوسکار وروسته ګولډن ګلوب ترټولو ښه جایزه ده، چې د امریکا د هالیوډ له خوا سینمایي او ټلویزیوني فلمونو ته ورکول کیږي.

دې فلم تردې مخکې په برلین کې د ″ګولډن بیر″ د فلمونو د فسټیوال د ترټولو ښه فلم جایزه ګتلې وه.