د راپورونو له مخې د ایران یوې محکمې د ایران د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار د هېواد ستر مذهبي مشر ایت اله خامنه یي ته د سپکاوي په جرم په یوه کال بند محکوم کړی دی.
د مشرق نیوز په انټرنټ پاڼه کې چې په بنسټ پالونکو پورې اړه لري ویل شوي، چې علي اکبر جوانفکر د پنځو کلونو لپاره اجازه نه لري، چې د سیاسي ګوندونو او سازمانونو غړی شي او په همدې موده کې نه شي کولای چې مطبوعاتي فعالیتونه پرمخ یوسي.
دا نه دي ویل شوي، چې جوانفکر خامنه یي ته څه وخت او څه ډول سپکاوی کړی دی.
علي اکبر جوانفکر چې د ایرنا دولتي اژانس رییس هم دی شل ورځې وخت لري، چې د استیناف غوښتنه وکړي.
نوموړی دغه راز د تیرې نومبر په میاشت کې هم د اسلامي اصولو خلاف لیکنو د خپریدو په جرم په یوه کال بند محکوم او پرمطبوعاتي فعالیتونو یې بندیز لګول شوی و؛ خو تراوسه دغه حکم پرې نه دی تطبیق شوی.
ویل کېږي، علي اکبر جوانفکر ته د سزا ورکولو حکمونه د هغو سیاسي جنجالونو یوه برخه ده، چې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د محمود احمدي نژاد او د هغه د رقیبانو ترمنځ راپورته شوي دي.