په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله وال وژل شوي او نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نږدې دېرش تنه وسلوال مخالفان وژل شوي او نیول شوي دي.

دې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په ننګرهار، کندهار، هلمند، میدان وردک، غزني او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په تازه عملیاتو کې دوه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او شپږ ویشت نور نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم پولیسو ته په لاس ورغلي دي.

وسله والو مخالفانو لاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.