″له کابل نه ولایتونو ته غځېدلې لارې خلاصې دي″

د فواید عامې وزارت وایي، چې له کابل څخه ټولو ولایتونو ته غزیدلې لویې لارې خلاصې دي اوپه دې برخه کې تراوسه کومه جدي ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

د دې وزارت د لویو لارو د ساتنې اوڅارنې مرستیال ډاکټراحمد شاه وحید آزادي راډیو ته وویل، چې په ټول افغانستان کې ډېره واوره وریدلې خو حتی د سالنګ، ماهیپر، تیری او شیبر په کوتلونو کې هم لارې نه دې بندې شوي:

ده له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د ژمي وسایل او چاینونه له ځانه سره ولري او تربل هروخت ډیر احتیاط وکړي.

د ډاکټر وحید په خبره په بیلابیلو سیمو په ځانګړي توګه په سالنګ، ماهیپر او شیبر کې موقتي اتاقونه جوړ شوي او د اړتیا په صورت کې مسافر کولای شي ورڅخه ګټه واخلي.