چین: یوه تبتي اعتراض کوونکي ځان ته اور واچاوه

د بشري حقونو فعالان وایي، د تیبت یو بل اعتراض کوونکي د شنبې په ورځ د چین په جنوب کې ځان ته اور واچاروه او کله چې په سلونو کسان د دغه سړي د ژغورنې لپاره راټول شول، پولیسو ورباندې ډزې وکړې او د یو کس د وژل کیدو راپور ورکړ شوی دی.

تر اسوه نه ده معلومه هغه کس چې ځان ته یې اور اچولی و، مړ شوی او که ژوندی دی.

د دغه سړي د ځان سوځونې دا پیښه د تیبتیانو په ساحې کې د اعتراض په نامه ۱۶ مه ځان سوځونه ده او په تېرو نهو ورځو کې څلورمه پیښه وه.

تیبتیان وایي، دا ځان سوځونې د چین له خوا د دوی د فرهنګ او دین د اختناق پر ضد اعتراض دی.

چین دا ادعا ردوي، خو له هرې دا ډول پیښې وروسته په تیبت میشتو سیمو کې امنیتي څار زیاتوي.