بلخ: ۷۰ میله وسله د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوه

د ډایاک یا له غیر مسوولو کسانو څخه د وسلو ټولو د پرواګرام مسوولان وایي، چې په دې ورستیو کې په بلخ ولایت کې زیاته اندازه وسله او مهمات راټول شوې دي.

تیره ورځ په مزار شریف کې د کورنیو چارو په وزارت کې د ډایاک مرستیال مشر جنرال عبدالرزاق امیري خبریالانو ته وویل، چې دوی په دې ورستیو کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په شمول له یو شمېر نورو ډلو څخه ۷۰ میله وسله او زیاته اندازه مهمات ترلاسه کړې.

د هغه په وینا په بلخ ولایت کې ګڼ شمېر خصوصي کمپنۍ هم تړل شوي او له ځنیو څخه وسلې راټولې شوي دي.