لاهم د سحرګل د پېښې ټول عاملین نه دي نیول شوي

په میرمن سحر ګل باندې د تاوتریخوالي د پیښې له رسوا کیدو دا دی، درې اونۍ تیریږي، خو لا هم پولیس نه دي توانیدلي چې د دې قضیې ټول عاملین ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه یې د سحرګل د قضیې په تور درې کسان نیولي او د پاتې کسانو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

پنځلس کلنه سحرګل وایي، چې له یو دېرش کلن سړي سره یې واده کړی او له واده وروسته د خسر د کورنی له خوا ورسره تاوتریخوالی کیده.

میرمن سحرګل په داسې حالت کې له بغلان نه کابل ته انتقال شوه، چې بدن یې د شکنجې له کبله پړسیدلې وو، په سر یې ویښان لږ وو او نوکان ترې ویستل شوي وو.

افغان ولسمشر د دې حالت په لیدو سره د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې د تاوتریخوالي دا پیښه په جدي توګه تعقیب او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري.

خو د کورنیو چارو وزارت تراوسه پورې له دې پیښې سره په تړاو کې یوازې درې کسان نیولي او د سحرګل میړه، چې پر دې د تاوتریخوالي یو اساسي لامل بلل کیږي. لا هم نه دی نیول شوی.

ولسمشر د سحرګل روغتیایي حالت ته په پام سره د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې دا دې د ښې درملنې لپاره هند ته واستوي، خو د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټران بیا وایي، چې اوس د هغې روغتیا له مخکې نه ښه او هند د تلو اړتیا یې نشته.

د دې روغتون مشر قمرالدین حافظ آزادۍ راډیو ته وویل، چې اوس د دغې میرمنې روغتیايي حالت تر پخوا ډير ښه دی.

د دې ترڅنګ د بشر د حقوقو او په تیره بیا د ښځو د حقوقو ځینو ادارو هم له افغان حکومته غوښتي، چې د سحرګل دوسیه په جدي توګه تعقیب کړي.

د بشر د حقوقو ځینو ادارو، خو بیا په سحرګل شوې تاوتریخوالې د یوویشتمې پیړۍ ناورین بللی.

زه او زما همکاره د شنبې په ورځ یو ځلې بیا د سحرګلې لیدلو ته تللي وو، هغه چې روغتیايي حالت یې ظاهراً ښه ښکاریده، خو بیا یې هم خبرې نه کولای.

دا یوازې سحرګل نه ده، چې له دې حالت سره مخامخ شوي، بلکې په افغانستان کې ښځې ډیر کله د دا ډول پیښو قربانیانې کیږي.

تر دې مخکې هم داسې په لسهاو پیښې مخته شوي، چې په کې په انجونو جنسي تیری شوی او یا هم د خپلو کورنیو له خوا په ناوړه ډول شکنجه شوي.