په داسي حال کې چې له نژدې یو کال راهیسي په قطر کې د طالبانو او امریکايي مقاماتو ترمنځ پټې خبرې روانې دي امریکايي چارواکي او د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې دا پروسه دې د افغانستان د حکومت ترمشرۍ لاندې وي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان حکومت لا په دې خبرو کې برخه نه لري او شکایت لري چې د نړیوالې ټولنې له بیا بیا تاکید سره سره د افغانستان حکومت تراوسه پوري له دې پروسې لېري ساتل شوی دی.
د افغانستان د ملي جبهې د ايتلاف مشر احمد ضیا مسعود وویل چې دی د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو حکومت باید له ډېر احتیاطه کار واخلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زیات امتیازات ونه مني.