په ګډو پوځي عملیاتو کې ۷ مخالفین وژل شوي او ۶ نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ نیول شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په فاریاب، زابل، پکتیکا، هلمند، میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې شوي، چې دوه وسله وال مخالفین په کې ټپيان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې د وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.