تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو عواید یونیم میلیارد ډالرو ته رسیدلی و

د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې په یو راپور کې راغلي، چې تیرکال په افغانستان کې د اپیمو د بیې د لوړیدو له کبله د تریاکو تولید زیات شوی او ددې هیواد په یوه اقتصادي منبع بدل شوی و.

راپور وايي تیرکال په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې ډیر زیاتوالي راغلی و او له دې درکه د کروندګرو عواید تر څه کم یو نیم میلیارد ډالرو پورې رسیدلې و.

افغانستان لکه د نورو کلونو په شان په ۲۰۱۱ م کال کې هم د نړۍ د تریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بیلابیلې ادارې په افغانستان کې له کلونو راهېسې د دې لپاره کار کوي، چې د کوکنارو کر کیله پای ته ورسوي او پر ځای یې افغان کروندګرو ته د ژوند نورې لارې پیدا کړي.