د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ویلي د امریکا متحده ایالتونه چمتو دي چې د میانمار له خوا د سیاسي بندیانو د خوشې کولو او اصلاحاتو په بدل کې له دې هیواد سره سفیران تبادله کړ ي:
″دا یو د پام وړ او د مخکې تلو لپاره جدي ګام دی او حکومت سیاسي اصلاحاتو ته ژمنیتا هم ښودلې، زه یې ستایم او ټوله نړیواله ټولنه یې هم هرکلی کوي.″
یو شمیر زندانیانو ته د بښنې په ترڅ کې پرون میانمار یو شمیر بندیان خوشې کړل.
په دې کې د میانمار پخواني صدراعظم چې په ۲۰۰۴ م کال کې بندی شوی و، هم د کورني نظربندۍ څخه خوشې شوی دی.
د میانمار دولتي تلویزون اعلان کړی، چې د حکومت د مشر د بښنې په اساس به شپږ سوه یو پنځوس بندیان له زندان څخه خوشې شي.
دوی دا نه دي ویلي، چې په دې کې به څومره سیاسي بندیان شامل وي.
له ډیرې مودې راهېسې لویدیځ له میانمار څخه د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوله او له دې کبله یې پر دې هیواد بندیزونه هم لګولي وو.