خامنه اي: د مصطفی وژنه د موساد له خوا پلان شوې وه

د ایران ستر مذهبي مشر خامنه اي د روشن کورنۍ ته د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي، دا قتل د نورو هغو جنایتونو په څېر یو جنایت دی چې د امریکا د سي. آی. اې او د اسراییلو د موساد له خوا پلان شوي او ملاتړ یې کوي.

خامنه اي ویلي، د ایران اټومي پروګرام په یوه شخص پورې مربوط نه دی او موږ به په پوره هوډ او قوت دغې لارې ته دوام ورکړو.

په عین حال کې، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د ټکزاس ایالت په فورت بلیس پوځي اډې کې عسکر ته د وینا پرمهال وویل، متحده ایالات د ایراني ساینس پوه په قتل کې لاس نه لري. ده په ټینګار سره وویل، دا وژنه د امریکا کار نه دی:

“موږ په هیڅ ډول په دغې وژنې یعني د ایراني ساینس پوه احمدي روشن په قتل کې لاس نه لرو. زه نه پوهیږم چې په دې قتل کې د چا لاس و.

موږ یو څه پوهیږو، چې په دې کې به د چا لاس وي، خو پوره نه پوهیږو چې دا کار به چا کړی وي. یو شی ویلاي شم او هغه دا چې، د امریکا متحده ایالات په دې کار کې لاس نه لري. دا د امریکا کار نه دی.”