د افغانستان د ولسي جرګي غړی حاجي محمد محقق وایي، له طالبانو سره د امریکا په منځګړتوب د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو دوی هم باید چې په خبرو کې شامل وي.
محقق په برلین کې د امریکا د کانګرس له څو تنو غړیو سره له کتنې او خبرو وروسته کابل ته د رسیدو پر مهال خبریالانو ته وویل، که افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې کوي نو دوی هم باید په کې برخه ولري او دا ځکه چې دوی د افغانستان د یوې برخې استازیتوب کوي.
طالبانو په دې وروستیو کې ویلي، په قطر کې به یو سیاسي دفتر پرانیزي او له متحده ایالاتو سره د خبرو لپاره یې لیوالتیا ښودلې ده.
دا نه ده معلومه چې په دې خبرو کې به د افغانستان نورې ډلې هم ګډون وکړې.