"د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې هڅې کومې پایلې ونه لري"

افغان حکومت وایي، چې د دوي له ګډون پرته به د سولې هڅې کومه نتیجه ونه لري او دوي هیله مند دي، چې دې مسئلې ته په جدي توګه پاملرنه وشي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د ځینو کړیو له خوا ورته ویل شوي، چې د سولې اصلي خبرې به د افغان حکومت په مشرۍ کیږي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د قطر له صدراعظم سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې غواړي د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په خبرو کې ښکیل شي.

دا، چې دې موضوع ته د افغان حکومت غبرګون څه دې دا به له ایمل فیضي سره د حمید مهمند په دې مرکه کې واورو.

Your browser doesn’t support HTML5

له ایمل فیضي سره مرکه