د ارزګان والي وايي، په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو ته وسلې او تجهیزاتو له پاکستان نه برابریږي.
محمد عمر شیرزاد ازادۍ راډیو ته همدا راز وویل، چې د پاکستان یو شمېر سخت دریځه ګوندونه هم په افغانستان کې ناامنیو ته لمن وهي.
نوموړي وویل، چې ښايي د پاکستان استخبارات هم په افغانستان کې وسلوالو مخالفینو ته د وسلو په انتقال کې لاس ولري.
تر دې مخکې د یو شمېر نورو سرحدي ولایتونو چارواکو هم ورته شکایتونه کړی و.
پاکستان دا تور ردوي، چې ګواکې په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو سره مرستې کوي.