ګوانتنامو زندان لس کلن شو

Your browser doesn’t support HTML5

د جنورۍ پر١١مه د ګوانټانامو د زندان لس کاله پوره شول، په دغه زندان کې مشکوک تروريستان ساتل کېږي. د امريکايي بحري قواوو دغه زندان د کېوبا په ساحلونو کې واقع دي. دغه زندان د امريکا د پخواني جمهور ریيس (جورج ډبليو بوش) په امر جوړ شو دا وروسته له هغه چې په 2001 م کال د سپټمبر پر يولسمه نيټه په نيويارک کې د القاعده شبکې له خوا حملې وشوې او ۳۰۰۰ کسان په کې ووژل شول له دې پيښې څخه وروسته امريکا پرافغانستان حملې پيل کړې له هغه راهيسې په دغه زندان کې طالبان او د القاعده غړي ساتل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو سازمان وايي، په دغه زندان انساني حقوق تر پښو لاندې شوي دي.