يو ايرانى ساينسپوه ووژل شو
Your browser doesn’t support HTML5
ایران د ملګروملتونو له امنیت شورا او د دې سازمان له عمومي منشي وغوښتل چې د دې هېواد د یوه ساینسپوه قتل دی وغندي.
مصطفی احمدي روشن چې د نتنز په هستوي تاسیساتو کې یې کار کاوه
د جنورۍ پر ١١مه په تهران کې په یوه موټري بم چاودنه کې ووژل شو، د ایران حکومت د دې وژنې تور پر اسرایلو لګولی دی.
په ملګروملتونو کې د ایران سفیر احمد خازه یي په یوه استولي لیک کې ویلي، چې هیڅ ډول سیاسي فشارونه یا د ایران پر اټومي ساینسپوهانو تروریستي حملې به دا هېواد له دې وانه وړي چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.