"مارک ګروسمن راتلونکي اوونۍ افغانستان ته راځي"

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینتن وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن به راتلونکي اونۍ افغانستان ته لاړ شي.

کلینتن وویل، ګروسمن به له افغان چارواکو سره زموږ د سلاو مشورو لړۍ پرمخ یوسي او هم به وروسته زموږ له متحدینو سره د سلاومشورو په ترڅ کې قطر ته هم لاړ شي.

طالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ، چې غواړي په قطر کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي.

ویل کیږي دغه اقدام ته له متحده ایالاتو سره د خبرو د زمیني برابرولو په توګه انګیرل شوې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی به دغه راز راتلونکی اونی د ترکیي او سعودي عربستان په شمول مهمو سیمه ییزو لوبغاړو څخه هم لیدنه وکړي.