روسیه:افغان اردو ته۹ څرخي الوتکې سپارل شوي

د روسیې د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ، د هغو یو ویشتو هیلو کوپټرو څخه چې امریکا ورڅخه د افغان ملي اردو لپاره اخیستې نهه هیلوکوپټرې یې سپارل شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د (Mi-17B-5 ) ډوله هیلوکوپټرو نهه یې د شوي قرارد له مخې افغانستان ته سپارلې او پاتې دولس نورې به په را روانو شپږو میاشتو کې افغانستان ته وسپارل شي.