چارواکي وایي، چې په عراق کې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو په جریان کې پر شیعه زیارت کوونکو د حملو په ترڅ کې نن یو تن ووژل شو او د یو شمېر افغانانو په شمول لسګونه کسان ژوبل شول.
د عراق د هيلا ښار روغتیایي مسوولینو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ښار کې په نننۍ موټر بم چاودنه کې نهه افغان زیارت کونکي ژوبل شوي چې د ځینو روغتیایي حالت یې خطرناک دی.
د عراق امنیتي چارواکو دغه راز بغداد ته نژدې په او ایرجي سیمه کې کربلا ته په لاره پر شیعه زیارت کونکو د سړک په غاړه بم چاودنه کې د یوه نفر د وژل کېدو او د لږ تر لږه نهو نورو د ټپي کیدو وویل.