سوریه کې د ځانمرګي برید د ۲۴قربانیانو جنازه وشوه

د سوريي حکومت تیره ورځ د هغو ۲۶ وژل شوو کسانو د جنازې مراسم ترسره کړل چې په دمشق کې په وروستۍ ځانوژونکي حمله کې وژل شوي دي.

په مراسمو کې ګډونوالو د ولسمشر بشار الاسد په ملاتړ شعارونه ورکړل.

د سوريي حکومت دا برید یو تروریستي عمل بللی، خو د حکومت مخالفان وايي دا په خپله د بشار الاسد د رژیم کار دی چې غواړي له دې لارې خپل مخالفان وځپي.

په دمشق کې د جمعې د ورځې دا ځانوژونکۍ برید په داسې وخت کې شوی، چې ټاکل شوې عربي ټولنه د خپلو څارونکو چې سوريي ته تللي د لومړنیو تحقیقاتو راپور وڅیړي.

په عین حال کې فعالانو ویلي، چې پرون د حکومتي ځواکونو په ډزو کې یوویشت کسان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې له تیرې مارچ میاشت راهیسې په سوریه کې د حکومت ضد مظاهرو او تاوتریخوالي له امله شواوخوا ۵ زره کسان وژل شوي دي.