د افغان محبسونو وضعيت - د مرغومي ١٧ مه

بګرام زندان

په وروستیو ورځو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانستلو سره د موافقې ترڅنګ له ګوانتنامو زندان څخه د یوشمېر طالب بندیانو د انتقال په اړه بحثونه تاوده شوي.

راپورونه وايي چې طالبانو په قطر کې د خبرو په ترڅ کې غوښتنه کړې چې له ګوانتنامو زندان څخه دې د دوی بندیان قطر ته انتقال شي خو د افغانستان د ولسمشر ویاند قطر ته د طالب بندیانو له لېږدولو سره مخالفت څرګند کړ، ویې ویل چې بندیان دې افغانستان ته ولېږل شي.

د افغانستان ولسمشر حکومت ته په یوه میاشت کې د بګرام محبس د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

موږ به په دې خپرونه کې د افغانستان د محبسونو پر مصونیت او په هغو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړو.

زموږ مېلمانه دي:

د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف ځایونو د عمومي ریاست د دفتر رييس جنرال حبیب جان رجب

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د کابل د ساحوي دفتر رييس شمس الله احمدزی

د حقوقي چارو کارپوه محمد الله ببرک

پروګرام واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه