افغان چارواکي د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پر مشرۍ لا هم ټینګار کوي.
افغان حکومت وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له روانو خبرو سره یي موافقت په دې معنی نه دی، چې له دغو خبرو ملاتړ کوي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وشي.
راپورونه وايي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له تیرو لسو میاشتو راهیسې روانې دي، وسله والو طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې له افغانستانه دباندې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر ملاتړ کړی.