واشنګټن: لاتیني امریکا دې زیاتې اړیکي له ایران سره نه ټینګوي

واشنګټن د لاتیني امریکا هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره دي اړیکي زیات نه ټینګوي.

دا خبرداری د سیمې څلورو هېوادونو ته د ایران د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد له سفر مخکي ورکړ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وینزوویلا، نیکاراګووا، کیوبا او ایکوادور ته د احمدي نژاد پلان شوی سفر وغانده او وایي، ایران د نویو ملګرو د میندنې په لټه کي دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، مونږ د نړۍ هیوادونوته په څرګند ډول ویلي، ددي وخت ندی چي له ایران سره دي امنیتي او اقتصادي اړیکې ټينګ شي.