مسکو:حسنې مبارک ته د مرګ سزا د غوښتنې له امله اندیښمن یو

مسکو نن وویل، د مصري څارنوالانو له خوا پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته د مرګ سزا د غوښتنې له امله اندیښمن دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کي ویلی، زموږ په فکر ممکنه ده چې د حسنې مبارک په دوسیې کې بشري ملاحظات په پام کې ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کي ویل شوي، د حسنی مبارک روغتیایي حالت او واک پریښودل ، د هغه په دوسیې کې د نرمښت عوامل ګڼل کیږي.

په حسنی مبارک باندي تور دی چي په مصر کي د پاڅون پر مهال یي د مظاهره کوونکو د وژولو امر ورکړی و. ده، دا تور رد کړیدی.