فیضي:د سولې هڅې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي

افغان حکومت وایي، چې د سولې عالي شورا، چې د سولې په روانو هڅو کې د افغان حکومت استازيتوب کې په کابل کې د امریکا له سفارت سره خبرې پیل کړي، څو دا باوري کړي، چې د سولې د خبرو مشري افغان لوري ته وسپارلې شي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې په دې اړه د افغان حکومت په دریځ ټینګار وکړ او ویي ویل، چې دا هڅې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ را‌ډیو خبریال حمید مهمند کړې

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي سره مرکه