په امریکا کې د بې کاری سطحه ۸،۵سلنه راټیټه شوې

د امریکا په متحده ایالاتو کې د بې کارۍ سطحه په وروستیو دریو کلونو کې تر ټولو ټیټې اندازې یانې په سلو کی ۸،۵ ته راټیټه شوې ده.

د کار وزارت د نوي راپور له مخې په تیرې ډیسمبر میاشت کې دوه سوه کاري فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

وروستۍ احصایي ولسمشر بارک اوباما ته چې بیا ټاکنه یې د کارونو پر وضعیت پورې تړلې ده، یو ښه خبر دی.

جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د اوباما پر اقتصادي پالیسیو انتقاد کړی او هغه یي د ګټې پرځای زیان اړونکې بللي دي.