چیک د تیموشینکو خاوند ته سیاسي پناه ورکړه

د چیک جمهوریت د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو خاوند ته سیاسي پنا ورکړې ده .

د چیک د کورنیو چارو وزیر یان کوبیڅ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، هېواد یي د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو د خاوند اولکساندر تیموشینکو د پناه غوښتنه منلې ده.

د یوکراین پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیموشینکو چې د دې هېواد د ۲۰۰۴ میلادي کال په نارنجي انقلاب کې یې مهمه ونډه لرله دا مهال له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور په اوه کاله بند محکومه شوې ده.