د سوريي مخالف لوری:م.م له څارونکو سره مرسته وکړي

د سوريې مخالف لورى له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې د عرب ليګ له څارونکو سره مرسته وکړي، چې دا مهال په سوريه کې دي او هڅه کوي روان لس مياشتنى تاوتريخوالى پايته ورسوي.

دغه پېشنهاد د سوريې د مخالفې ملي شورا د غړو له خوا په قاهره کې د عرب ليګ مشر نبيل العربي ته پرون وړاندې شو.

د قطر صدراعظم حمد بن جاسم چې د سوريې لپاره عرب ليګ د ټاکل شوې کمېټې مشري کوي ويلي، په سوريه کې د عرب ليګ څارونکي ماموريت ځينې تېروتنې کړي، خو له سوريې څخه يې د هغو ايستل رد کړل.

په عين حال کې دمشق اعلان وکړ چې تر ٥٠٠ زيات بنديان يې چې په وروستيو مظاهرو کې نيول شوي وو،خوشې کړل. دا په داسې حال کې ده چې ٧٠٠ بنديان تېره مياشت خوشې شول. مخالفان وايي شا و خوا ١٠ زره کسان لا هم په بند کې شپې سبا کوي.