لوګر:په راتلونکي لمریز کال کې به یو پوهنتون جوړ شي

د لوګرسیمه ایز چارواکي وایي، چې په راتلونکې لمریز کال کې په دې ولایت کې یو پوهنتون جوړیږي.

د لوګر والي جنرال عتیق اله لودین وایي، چې د دې پوهنتون مالي لګښت د مس عینک د کان د عوایدو له درکه د کانونو وزارت له خوا ورکول کیږي.

د لوګر اوسیدونکي او د ولایتي شورا هم د دې پوهنتون پر جوړیدو خوښي څرګندوي.

د لوګر ولایتي شورا وایي، چې له دې سره به په دې ولایت کې په علمي او فرهنګي برخه کې مهم پرمختګونه وشي.